نظم
جانان
Ghani Khanدوه مئينو سترگو کښې رنگونه په سوونو
ماته ئې جهان ډک کړو دگلونو د نورونو
گوټ ئې د شرابو دجنت په جهان راکړو
خوب کښې ژوندون راغے، شو ژوندون ډک د خوبونو
سپينې د سپوږمۍ د رڼا لپې ډکې ډکې
ونوستې تا خاؤرو کښې زما په قدمونو
رب دې راته وښود پټ د مينې په رازونو کښې
وا دې چول ځولۍ کښې زما ستوری په پنډونو
ساز د حورو اؤرم ستا د حسن په سازونو کښې
ماته دې رب وښود پټ د مينې په رازونو کښې