نظم
جانان زما
Ghani Khanنۀ په تا څه احسان مې د مينې شته
نۀ په تا څه احسان د وفا لرم
اؤ بادشاه دخندا اؤ ژړا تۀ ئې!
خو دا زۀ يم چې خندا اؤ ژړا لرم
ستا د سترگو خاېشت دے ارمان زما
ستا د روح ملک د حسن جهان زما
دا ستا شونډې چې ښکلې او نرمې دی
دا د مينې کمال او امکان زما
دا چې زۀ ستا دگوتو تصوير يمه
دا ستا گوتې جوړئی ما ته ځان زما
دا چې ستا مرگرتيا ته مُتازه يم
پټ دے، دې کښې رحيم اؤ رحمان زما
زۀ به پټ ستا دمينې د جاله شم
خو بهر ددې کوره ژړا، ارمان
بې پروا د جنون دوصاله شم
خو مستی چې ئې نۀ وی نووی څه انسان
څۀ له خلاص ستا د زلفو دجاله شم
چې مې کور صحرا دے يا کور طوفان
کۀ رقيب دتيارۀ روکېدو نۀ وے
ما به تا له رقيب کتلے وۀ
کۀ ښامار هم علاج وے د رنځ زما
ما ښامار به طبيب نيولے وۀ
کۀ بل گل کښې پېغام د بهار وے دا
د ازغو ډک به هم ما کرلے وۀ
ما له بس ستا نظر کښې ارام دے
ما ته پروت ستا تالاش کښې دوام دے
نۀ په تا مې احسان څه د مينې شته
نۀ په تا څه احسان د وفا لرم
ستا د ژوند اؤ هوس معجره ده دا
چې ځوانی او مستۍ او خندا لرم
دا دے بې پايانه احسان د رب
د گوگل په پنجره کښې هما لرم
بادشاهی ددې لويه به کومه وی
چې ارمان د خپل ځان مينه ستا لرم
ستا د حسن جهان کُل جهان زما
ستا ارمان کښې خندا کړی هر شان زما
تاته تخم شم، پاڼه شم، گل شمه
تۀ پټے، تۀ بهار، تۀ خزان زما
کله شی محبوبا دخيام د رنگ
کله سوے شان هنگ د منصور دچنگ
کله خېشت او آرام، د سبا امېد
کله توره شې، تېغ شې دغم اؤ جنگ
کله مينه شې، رحم، بخښنه شې
کله زور اؤ زياتے اؤ غرور اؤ ننگ
ستا هر رنگ يو بې خوده جهان زما
تۀ پټے، تۀ بهار، تۀ خزان زما