نظم

جنت اؤ دُنيا

Ghani Khan

چې مستی وی اؤ ځوانی وی اؤ جانان وی اؤ ډک جام

ډېر گلونه، لږ ياران، اؤ غمگين غوندې ماښام

عشق څۀ اور وی اؤ څه نور وی زړۀ لمبې لکه تنور وی

په دې ژوند به زۀ ورځار کړم جنتونه ستا تمام

خو دا گټه په دې وکړې چې هيڅ رنگ له قرار نشته

هر ساعت، هر رنگ د ژوند، ستا د وخت بې کس غلام

اؤ جنت کښې مُلا وائی وخت به وی زما غلام

دے چې ورک شی اؤ زۀ شته شم، ټول به وران مې شی تمام

چې زۀ ټول عمر زلمے يم ، زلمی توب به يو عذاب شی

ځکه اوس راباندې گران دے چې ئې خېشت شی زر تمام

تل سپوږمۍ د څوارلسمې، تل جانان د شپاړسمې

تل ځوانی، سيند د شرابو، دا دوزخ دے کۀ انعام

دې دُنيا پسې به ژاړم، دا تيارۀ هلال به غواړم

هره ورځ به يادؤمه، نرۍ لړه د ماښام

تنگ د حورو وفادارو، بې وفا جانان به غواړم

ستا ادم په ذات ښکاری دے، د ښکار خوند کوی هر گام

د مستۍ د سيند په غاړه، ثوابی روژې به نيسم

اسويلی به کوم يادوم به د ساقی نيمگړے جام

هر يو شے چې ابدی شی، يو افت شی يو عذاب شی

بس يو تا سره مزه کا، دا ازل، ابد، دوام

بنده نوی رنگ محل کښې، نوے نوے جانان غواړی

بيابان کښې سرۀ گلونه، توره شپه، چراغان غواړی

تل تيارۀ کښې دے روکيږی، تل رڼا کښې هم ړنديږی

دے بچے د تغير دے، يو حالت کښې نه ټينگيږی

کۀ دۀ ستا جنت له يوړه، دا فطرت او دا وجود

يوڅو ورځو کښې به سوزی، په سرو سترگو به ژړيږی

اے د لوې فضل مالکه، ماله دا دُنيا جنت که

فارموله ئې ده اسانه، د درې توکو نه جوړيږی

لکه ويلی مې دی سر کښې، بس جانان ، ځوانی اؤ جام

چې زما لېونے سر پرې کله کله مشغوليږی

اؤ هغه بل دمرگه پس مې مُلا جان پسې خېرات که

تش د حورو په خوبونو کۀ د خوار گزاره کيږی

ماله دلته يوه راکه غونډه مسته تکه سپينه

مينه ناکه، سپينه شمع چې لمبې وهی بليږی

شل رنگونه ئې نظر کښې، شل مزاجه په ځيگر کښې

د سپرلی هسې خويونه، کله نمر کله وريږی

يو څرمنه کښې دننه، يو حرم د جينکو وی

کله مسته اؤ سرشاره، کله غلې شی شرميږی

اؤ زما دے ستړی زړۀ کښې شل رنگونه اور لمبه کړی

چې د اور هسې سوزيږی، دلختو هسې گډيږی

چې په يو بې تاب نظر مې داسې مست داسې نشه کړی

مېخانې ورته حېرانې اؤ ساقی ورته پسخيږی

د هغې زرو بدل کښې، ماله دلته يوه راکه

د ابد ټوله ځوانی مې، د څو کالو مشغولا که

کۀ دا نۀ کئی اے جانانه، سر بې حورې دې سنبال که

نۀ مې هغلته پکار دی، نۀ مې دلته کښې ياديږی

غټې غټې، سپينې سپينې، چې نۀ سوال نۀ منت غواړی

ارتې، بيرتې، اوږې سترگې، په بخملو کښې لغړيږی

ربه! اے جانانه ربه! دغه يو سوال خو منظور که

گنی لاړ غنی دې مړ شو ورپسې ئې جبۍ کيږی