نظم

جزا

Ghani Khan

د الله په انصاف بس پوهيږی الله

د ارام معيار نه دی جزا اؤ خندا

يو شی سيند، يو شی ډنډ، يو چينه، سمندر

څوک قطره د شبنم، څوک قطره د ژړا

کوم دی ښۀ، څوک دې پاک، کوم خندان کوم غمژن؟

څوک شی باغ د ژوندون څوک د ژوند مقبره

يو خوا ټيم واخلی اور، درد اؤ زور، شی فولاد

چرته اور ښکلے باغ کړی ايرې اؤ صحرا

د انسان تول تلل د خوبونو سايه

د الله په انصاف بس پوهيږی الله

خلق وئی راته چې شته دے زړه مې هم وائی چې ئې!

خو جهان دې داسې ښکاری لکه بې مالکه کور

ستا د خپلې خولې دښمن له خوشحالی، مينه، ارام دے

ستا اشنا له تنهائی ده، تهمتونه اؤ پېغور

کۀ دې زړه کښې هم څوک ياد کړی در په در خاؤرې په سر شی

ستا دشمن خان د خانانو ستا اشنا زير و زبر شی

ستا رښتيا، ستا ښه او مينه په همه ؤ کښې تاوان دے

ستا تالاش يو لېونتوب دے، ستا ياری د غم طوفان دے

امتحان څومره سنگين دے، ډېر کمزورے ستا انسان دے

د لوگی په بنيادونو جوړ د شنو گټو مکان دے

ستا خليل د ښپو د لاندې د نمرود د غلام وينم

د خيام لاس کښې کچکول دے، د دله لاس کښې جام وينم

خانه مه مې جنگوه نور، هسې نه چې بگېلے شم

چې خُمار او سرور ورکړم داسرې طمعې مريےئ شم

ستا مُلا وائی په چغو چې تش سخات او زکات غواړې

خوښ دې غټ غټ خېراتونه پوخ او سپين شان جومات غواړې

وئی قانون دې د منات وی، تۀ تش نوم دمنات غواړې

وائی نۀغواړې جنون تۀ، تش رکوع اؤ ايات غواړې

خو ستا بل رنگې ښائی ستا د پټو سترگو خيال

عجيبه دې جرم ايښې په خونونو دوصال

تۀ په ديگ مې رضا نه کړې نوم، ارمان اؤ عزت غواړې

د مالی نوه زيړگلونه د قارون نه دولت غواړې

د مئين نه ټوله مينه، د مغرور نه غرور غواړې

اؤ د رند نه ښانکونه، د مستۍ او سرور غواړې

دغنی نه هشتنگر کښې اوچت غرونه د طور غواړې

ستا وکيل وائی، په چغو

زړې مېښې د پنجاب، اوږدې ورجې د سوات خواړې

سپينه گوړه د شولگرې تماکو د شوې غواړې

اؤ مريد کره غټ پېر له ښکلې ښځې نوې غواړې

سان، صابون، گوړه طالب له اؤ مُلا له روپۍ سپينې

په بدل کښې محلونه ، معشوقې نرمې، مهينې

ډک جامونه د شرابو په عوض کښې ډکې پينې

د يزيد خونی پالنگ کښې ډکې لېچې نرۍ سپينې

لېونی ته بس آرمان کښې، شی رڼې سترگې مهينې

څومره گران سړک دې جوړ کړو دعوېدار له ستا د مينې

ستا قسمت داسې سوزول کړی لکه بې مطلبه اور

لن تنالو البر حتی تنفقوا مما تحبون ط ـ

ستا جهان داسې ورانيږی لکه بې مالکه کور ـ