نظم

جهاد

Ghani Khan

خېټه د ډالرو ډکه، لاس کښې د زهرو جام

ماته وئی چې ورور پښتون دې ووله، دا جهاد دے

سپينه پگړۍ، لويه ږيره، پټ پکښې ښامار دے

دغه ستر کافر له سر چقول اصلی جهاد دے

کور وۀ کۀ باغچه وه کۀ لختې وۀ که پټې وه

باغ ئې د پښتون ذرې ذرې کۀ بيابان کۀ

ځان له چې ورور وژنی نو بې شکه چې کافر دے

بل له چې يار وژنی دا اصلی زوې د شېطان دے

برق د زرو دين

ايمان پښتو هم درنه هېره کړه

داسې گلابی ځوانان دې وچو کاڼو وخوړل

نور جهان جوړيږی خو زمونږ په کور تالان دے

ورشه چې لاهور کښې د چا لوڼه، خوېندې گټه کئی

لوې موټر اؤ ښه بنگله اؤ ښۀ سُور بريتې خان دے

هر څومره دله کۀ شی ددې دله نه ښۀ دے

دا مشين په لاس چې دخپل ورور مرگ له روان دے

فقه، شريعت، پښتو په دغه ځائې تمامه ده

وينه د پښتون په بل پښتون باندې حرامه ده

پاسه لېونيه په دې خپله خاؤره ننگ وکه

خامخا کۀ جنگ کئی خپل نيکۀ باچا له جنگ وکه

د بورې مور اؤ کونډې خور اوښکو ته دې وگوره

اې پښتنې وينې پاسه ودانگه غورځنگ وکه