نظم

جدائی

Ghani Khan

جدائی راغله بيا تکه توره

که لوگے وخوت د عشق له اوره

بې خودی لاړه زړه هستی شوه

وريته پخپل اور وريته مستی شوه

بلبل ورو راغې د بوټی خوا له

ويل خداې دې مل شه د خاؤرو لاله

تازه سپرلی کښې په ما خزان راغے

ساقی کړۀ خلاص يو دور د بل دوران راغے

سر ئې کړو ښکته بوی د بوستان شو

مجنون شو خاؤرې روح د جانان شو

جدائی راغله بيا تکه توره

کۀ لوگے وخوت د عشق له اوره