نظم
ژوند
Ghani Khanچې خُمار مستی تې وځی
شراب څه ترخې اوبۀ وی
چې سرور، غرور ئې نۀ وی
دا ژوندون ، ژوندون د څۀ وی
چې د مينې زړۀ شی پاتې
لکه گل وی رژېدلے
يا شُغله يوه د نُور وه
يا يو موټې د خزلې
چې په ژوند کښې سخته نه وی
لکه بې مالگې طعام
چې په خوله کښې خندا نه وی
لکه ډک د خاؤرو جام
چې ځوانۍ کښې تکليف نۀ وی
لکه پټه ميان کښې تُوره
نۀ ئې پړق شی نۀ ئې شرنگ شی
په زنگونو شی رنځوره
چې ارام وی اؤ سمام وی
اؤ ياری په جائيداد وی
خربانو هم شيرينۍ وی
هر ټرو پرو فرهاد وی
چې پې سر په خندا داؤ شی
هله خوږ رازونياز شی
چې د سپينو تورو جنگ شی
ښکاره هلته کښې اياز شی
ژوند کۀ تش فيرنی څټل شی
دا خو سپے هم شی څټلې
کۀ تش نسل زياتؤل وی
دا غوےئ هم شی کؤلې
ژوند نۀ خېټه نۀ ماڼۍ دی
نۀ ډېری د سرو لالونو
نۀ ياران نۀ معشوقې دی
نۀ باغونه د گلونو
ژوند خو تله دی يو په مخه
غورزېدل اؤ پاڅېدل دی
ټکے سوز اؤ ټکے ساز دے
څۀ خندل دی څۀ ژړل دی
ژوند په سترگو د عاشق کښې
پلوشه ده د خُمار
په صحرا کښې لټؤل دی
د اشنا د کوڅې لار
هر څۀ د رب اؤ همه د رب
زۀ يو ماښام له راغلے يم
باغ اؤ انگور ، مېخانه د يار
زۀ خو يوجام له راغلے يم
مينه مستۍ اؤ خُمار د بل
رقص اؤ خندل اؤ سينگار د بل
گل اؤ نرگس اؤ گلزار د بل
زۀ ئې تش ديدار له راغلے يم
زۀ د لولکې وړې په شان
گل اؤ غوټۍ اؤ بهار گورم
زۀ لکه شمع بلېږمه
ښېست اؤ مستۍ ددلدار گورم
لوے سمندر د مستۍ له ما
څاڅکے د رنگ راوړے دے
زۀ پرې د نمر رڼا لټوم
ما هم مشال بل کړے دے
هر څۀ د رب اؤهمه د رب
زۀ يو ماښام له راغلے يم
باغ اؤ انگور مېخانه د يار
زۀ خو يو جام له راغلے يم
ژوند مې ډوب درياب دے رورو خور شو سمندر کښې
څاڅکے روک درياب کښې شو په طمع د ساحل
بخت کښې دسېلاب دی په مستۍ په چپو تلل
نۀ ورځی درياب له غونډېدل اؤ ودرېدل
دې لهر دساز له تله ژوندون ودرېدۀ مرگ دے
زيرے د ماښام وی د سحر راځلېدل
گډې دې چپې کړه د ابد مستانه تال ته
وکړنگوه ساز ئې تارخانو کښې د ازل
لاړ لېونے لاړ چرته د نور شغله کښې ډوب شو
څاڅکے روک درياب کښې شو په طمع د ساحل
لکه کال کښې سپرلے اؤ خزان
لکه ورځ کښې سبا اؤ ماښام
لکه سيند کښې چپې اؤ غُلۍ شتې
لکه ژوند د مرگی دے غُلام
لکه تله، خلاصېدۀ د مستۍ شته
تشېدۀ، ماتيدۀ د هر جام
ژوندون څۀ دے؟ يو سيند دے روان دے
اول لوې لوې موجونه گټونه
بيا تش شړ شی چپې ئې وړې شی
غُلۍ لږې شی ډېر شی ډبونه
اول هر يو غورزنگ کښې ورانے کئ
ورانوی غورزوی لوې لوې غرونه
اول هر څوک روکئ پوره کئی ځان
يا د بل شی روان کړی نهرونه
دريابونه لوټ کړی فنا کړی
غورزنگونه لښتی کړی فنا کړی
يا ئې هر څوک د ښپو لاندې دل وی
يا مريےئ شی خدمت د هر چا کړی
ځان کړی ورک خو گلاب اؤ نرگس کښې
په زرگونو رنگونه پېدا کړی
ژوندون څۀ دے! يو باغ دے لوئيږی
روکېدل دی دخېشت زياتېدو له
خپل ژوندون خپل سينگار ورکول دی
سوزېدل دی ژوندون خورېدو له
د انگور په شان روک شه فنا شه
چې خُمار شې د چا سترگو سرو له
دمنصور په شان وخېژه دار ته
څۀ بهانه لټوه رسېدو له
ژوندون څۀ دے؟ يو خوب دې ليدے شی
د خندا اؤ ژړا، واک د بل دے
يؤ دوران د سحر اؤ ماښام دے
د ماښام اؤ سبا واک د بل دے
يو رنگين شان محل دهوا دے
د هر گوت د هوا واک د بل دے
باغ د بل، په گلونو زۀ پړ يم
غم زما دخندا واک دبل دے
ژوندون څۀ دے؟ يوساز دے غږيږی
کله پوست، کله زير، کله بم
کله اور سوزېدۀ، شور غوغا شی
کله غلې، قلار، شومه دم
کله شرنگ د گنگرو شی، خُمار شی
کله يخ اسويلی اؤ ماتم
کله تال مستانه د خيام شی
کله سپور ماښامونه د غم
کۀ وی تريخ، کۀ وی خوږ تېريدے شی
ژوندون څۀ دے؟ يو خوب دے ليدے شی
دا ژوندون دے دوه ورځې
خلاص به شی اؤ تېر به شی
دا غنی به خاؤرې شی
ورک به شی اؤ هېر به شی
دا شونډې تاؤدې خوږې
دا د غم صنم قيصې
دا کاروان روان روان
ځی په مخه تېر به شی