شعر

که په حال زما

Malang Jan

که په حال زما خبر تمام جهان شي

ټول عالم به په فرياد ان په سوران شي

لکه زه چې داسې زېړ زبېښلی ګرځم

هر بشر به داسې زېړ لکه زعفران شي

زه رټلی معشوقو يم نه رغېږم

که عالم رانه د څيرمې حکيمان شي

که څوک ما منع کوي د يار له دره

د ماهي په وچې څه رنګه ګذران شي

تسلي زما د سوي زړګي دا ده

يوځل کله به ښکاره د يار چشمان شي

د يار مخ ته منتظر زه ملنګ جان يم

چې زما د خوږ زړګي پورې درمان شي