نظم

کارغۀ او بلبل

Ghani Khan

د خزان دوران وۀ نوے وو يو دوه گلونه سوی

يو بلبل په مړاوې څانگه نغمې کړلې سوې سوې

خدايه! شو کور د غم ړوکے زړگے زما

شوې شمکورې په غم سترگې خوږې زما

تازه عشق، نوې دلبر، نوے شباب

د لاله پياله کښې سرۀ گلرنگ شراب

د دُنيا داوږو سترگو نه په ډډه

يو باغچه کښې پټ په غاړه د درياب

د ښېسته ستورو په باغ کښې سپوږمۍ سپينه

کله خاندی، کله پټه په نقاب

زۀ ماشوم ورک شوے يار پسې ژړېږم

په جنت کښې د دوزخ زغمم عذاب

هائې شو کور د غم ړوکے زړگے زما

شولې شمکورې په غم سترگې خوږې زما

يو کارغۀ چرته راوتے وۀ له کوره

په خزلو کښې گنده مښوکه توره

د بلبل ژړا ئې تېره شوه تر غوږو

ور روان شو ورته ئې وې کم عقله وروره

ولې صنم صنم، ولې نعرې د غم؟

مۀ کړه گيله د ستم له روزۍ ډک دے عالم

گوره خېټه چې وی اوږے نو صنم ئې مړه نۀکا

خوږې سترگې به د يار دې چرې ماته تنده نه کا

زۀ هم دا ستا په شانې په خدائی ښائست شېدا وم

زه خو ډېر الله الله کړم خو سينه مې سړه نۀ کا

خوره توتان، خانده بلبله، دا دُنيا ده نشته بله

نن نصيب درکوی غوړه شېد، سبا ئې غوړه نه کا

پرېږده دا غم گريان لکه ماشوم نادان

ته د اسمان د غمه په زمکه نه وينې توتان