نظم

خمبيره

Ghani Khan

هره خمبيره کښې يو خوا اور بلخوا اوبۀ وی

من کۀ په کښې بد وی نو دوه منه په کښې ښۀ وی

يو خوا ته کۀ دام دی د ښکاری اوږی نظر دی

خوا کښې ئې د مينې او وفا گلاب پراتۀ دی

يو خوا کۀ بهار دی سرۀ گلونه دی مستی ده

چارچاپيره گوره اسويلی ساړۀ ساړۀ دی

ورکه ماشوړه ده نۀ ئې سر نۀ ئې لکۍ شته

ژوند کۀ ئې منطق دی ټول بحثونه ئې کاږۀ دی

بدو کښې ښۀ پټ وی اؤ په پښو کښې رنگ د بدو

دا د خرو متل دی چې بد، بد وی او ښۀ، ښۀ وی

تۀ چې هر ادم د ژوندون يومعيار له راولې

خاوره به ترې جوړه کړې، خُمار او رنگ به خاورې شی

ژوند يو جدا والی، بدلېدۀ اؤ خورېدۀ دی

نوی د تلو لار، نوی نظر، نوی ليدۀ دی