نظم

خان لاله

Ghani Khan

بچ شی عالمه لرې شئ لوئې اېټم بم را روان دئ

خان لاله مې غزا له ځی ترخ کښې چلم را روان دئ

بچ شی عالمه! لرې شی خان لاله جهان اؤ جنت گټی

خېټه ئې مخکښې مخکښې ځی، دئې ورپسې سم را روان دئ

لاس کښې ئې سرۀ د بل د لاس

زړۀ کښې حرص، حسد، کينه

سترگې ئې ډکې د طمعو دی

سور په ستم را روان دے

بچ شی عالمه! لرې شی

نوم د گلاب گونگټ اخلی

گوره رقيب په سر اېښے

شال د صنم را روان دے

گوره د شيرين پلار ته

ماته پېښې د فرهاد کوی

خان لالا مې شرميږی نه

ماته قيصې د جها کوی