نظم

خندا

Ghani Khan

ځان تخنومه خو ډېر افسوس دے خندا نه راځی

دې غريب کخی کره سايه د هما نه راځی

دۀ ته ښاپيرۍ ده پری هله چې ليدے نۀ شی

غوړ په سپی حرام دخره ډېران له گيا نه راځی

خدائيگو که مجنون د څه مجنون وه، چې صحرا له لاړ

پوهـ شو په دې چې په محل کې ليلی نه راځی

لاړو لېونے دې ورک شو تا چې حکم ورکړلو

چې کور ته د رنگونو به څو کاله رڼا نۀ راځی

نن د سامری سره ټهېکه د جماتونو ده

ځکه ليونی له غټ پټکے او قبا نۀ راځی

ځکه خو غنی لږ په گيله شان نصيب ته وائی

مۀ وايه نامړه چې نن تېر شو سبا نه راځی

ستا عجب جهان څۀ بې انداز څۀ بې امکانه دے

يو دخندا مړ شولو او بل له خندا نه راځی

يو خوا دې تيرو د ښاپېرک خوله مړه نه کړله

بلخوا دې چرگ مری په دې ارمان چې سبا نه راځی

يو سيلۍ اوچت کړو د درياب په منځ ئې وويشتۀ

دېخوا بل تړپيږی چې يو گوټ د هوا نه راځی

لاړمه بوډا شوم ژوند يو ټوقه نه گڼم

ځان تخنومه خو ډېر افسوس دے خندا نه راځی