نظم
خندا او ژړا
Ghani Khanد سقای لاس کښې شراب دی يو د غم يو د خندا
ما پياله تشه نيولې ستا د فضل په سودا
اے ساقی چې کوم دې خوښ وی په خندا خندا ئې را
لېونے يم کار مې نشته په خندا او په ژړا
زۀ يم ستا د سترگو تږے تږے نۀ يم د خندا
دا پياله مې کړه لبرېزه کۀ خندا وی که ژړا
خو چې تږے مې پرې نۀ ږدې
ستا د حــُسن مېخانه