نظم
خاورې
Ghani Khanچغې وئی اجل مُلا تۀ اورې کۀ نۀ اورې
تشه خاوره نۀ دے غنی څنگه به شی خاورې؟
نۀ منم نۀ منم ياره، مرگ انجام دهستی نۀ دے
خلاصېدل شراب په جام کښې اختتام د مستی نۀ دے
چې ماښام د کومې شپې وی نو د هغې سبا هم وی
چې رڼا وی تيارۀ هم وی، چې تيارۀ وی رڼا هم وی
که يو نۀ وی بل هم نۀ وی او کۀ وی نو وی به دواړه
دې درياب له چرته شته دے لرې بله يوه غاړه
زر سحره د بهار دی يوماښام کښې د خزان
شل خُمونه ډک د عطرو يو دانه کښې د رېحان
چې يوه غوټۍ شی خاورې تخم وکړی روغ گلزار له
د خپل رنگ او بوی پنډونه شکرانه يوسی بهار له
دا جهان دنور او سوز ولې ورک شی چې ساز چپ شی؟
چې جانان په مستو سترگو گوتې وروړی ستار له
په قبرونو کښې پرتې دی لاس او ښپې، شونډې او گوتې
څوک شی قبر جوړولے ددې سرو سترگو خُمار له؟
جام ئې مات شو مې خانه کښې لېونے ترې غلے پاڅيد
زړۀ ئې ډک د رنگه يوړه، دے روان کوڅې ديار له
ساقی نوے جام راواخست، په سرو شونډو کښې مُسکے شو
بل عاشق ورته لاس ونيو، شُکرانه ټولئی دلدار له
ملا بې سُره سروره تش کنډول د مرگی يوړه
خاورې وۀ خاورو له لاړه، کنده وکنوئ خوار له
هيڅ د عشق له غمه نۀ دی برابر غمونه کُل
چې د يار فراق دې ووئی دغه دی د خداے وهل
چې مې زړۀ د ايرو ډېر شو، د قارون خزانه څۀ کړم
چې لالے مې خوا کښې نشته، څۀ کړم گل، څۀ کړم بلبل
چې دنيا ئې شی برباده، اخرت به ئې څوک جوړ کا
چې د زړۀ پښې مې شوې شلې، څۀ به کړم د اميد زغل
زۀ په تمو تمو وسوم په ځوانۍ مې ځان کړو خاؤرې
چې هيچا زغملے نۀ شو، هغه ما خپل په ځان زغمل
چې جانانه جنت څۀ کړم؟ بې وطنه بادشاه څۀ وی؟
يا به ځان پسې لاهو کړم، يا به ئې کړم د پټکی گل
په جومات کښې مې ونۀ موند په مکه کښې رانه ورک شو
خداے مې زړۀ کښې راپېدا شو چې مې مخ د يار کرۀ ښکل
غنی! بد په ژړا ښکاری گنی دۀ به وۀ جوړ کړے
په سېلاب د سوخت د اوښکو اباسين درياب يو بل