نظم
خوب
Ghani Khanدے خبر نۀ دے چې زما تنده
نۀ د شرابو نۀ د زمزم ده
نۀ غېږ د حورې او نۀ غلمان دی
نۀ د اور وېره، نۀ د تورتم ده
دا چې زۀ سوزم زما خپل اور دے
نۀ ترې دوزخ خبر دے او نه شېطان
دا خو يو خوب دے چې زۀ ئې لټومه
په کندو جاړو زمکه اسمان
خو ومې نۀ ليد پېدا مې نه کړو
هسې مې ورک که ورپسې ځان
په ډک جهان کښې گرځمه يوازې
نۀ مې تربور شته نۀ مې جانان
کۀ ستگې پټې کۀ سترگې وازې
نۀ ښکاری نۀ ښکاری د سود مکان
نيکۀ بابا مې دکلی خان کړم
دې خود هوسۍ کړم د بيابان
مُلا وجود ته مې کئی خبرې
راته سنډی شراب، حورې، غلمان