نظم

خړو

Ghani Khan

يو مې خان لالا دے چې دے نر په سرخپوشانو

يو زما خړو دے چې ټاکو دے دد چوړيانو

يو معتبر خان د حجرې قار وباسی کور

دۀ نه ځناوره ده د دۀ دبچو مور

لاس ئې ربه مات کړې چې وهی د پښتون خور

کاشکه د ده پوزه کښې دده د خور پېزوان وۀ

ښه زما خړو دے چې ټاکو دے د چوړيانو

يو مستانه خان دے تېز ډوډۍ کښې لټ خېرات کښې

رسی بريمام ته که وی دير کښې که وی سوات کښې

يار د مټيزکو مددگار د بدماشانو

ښه زما خړو دے چې ټاکو دے د چوړيانو

مړ نوکر په قبض کړی ډوډض ورکئی خرابه

نۀ څۀ دے خوړې شی نه ويستے شی بې جولابه

ورور به زما نه شی دا ورورکے د مارواړيانو

ښه زما خړو دے چې ټاکو دے د چوړيانو

يو زوړ پښتون خان دے خوښوی نېزه بازی

خوښ ئې دی ښکارونه د لغړ او د تازی

نر، زړور بچی د يوسفزی، د محمدزی

هم په قام مئين وی هم مئين وی په خپلوانو

خوښ ئې ډېر خړو وی چې ټاکو دے د چوړيانو

يو لېونے خان دے نه په ځان دے نه په بل

نه دوړئی بوڼه پرې ورله نه ورځی دا چل

نر چلمی ته نر وائی او غل ته وائی غل

خدائې بې پروا جوړ کړو پروا نه کړی د خانانو

خوښ ئې ډېر خړو دے چې ټاکو دے د چوړيانو ـ

تو تو تو خړو! ووه تته تته

ارمان زما لنډی له فرنگ شنه جامه کړه کته

خبرې اوس پستې کوی شمله ئې ده بې بته

يونوے اسلام راغې د خانانو د محلته

چې خوښ ئې دے موټر،دے کړی هجرت د جماعته

تېز گرځی په پټرولو کله بره کله ښکته

په بډه تماچه گرځئی ويريږی د پنډته

ووه تته تته خړو! ووه تته تته

ارمان زما لنډی نن په اسلام کړے دے ننگ

ارمان زما لنډی سږ کال کرلی دی بادرنگ

ارمان زما لنډی کښې دی چلونه رنگ په رنگ

ارمان زما لنډيه! کله پلن شې کله تنگ

ارمان زما لنډے وی کله بره بره کله ښکته

ووه تته تته خړو! ووه تته تته

ارمان زما لنډيه! لرې خېټه د هاتی

په نسل فتح خان او په خويونو جلاتی

ارمان زما لنډے نن کړی کارونه خېراتی

ووه تته تته خړو! ووه تته تته

زما لنډے غصه دے نن غېرت د مسلمان گټی

مړو له جنت گټی ، ژوندو له دا جهان گټی

زوی له نوکری گټی او ځان له پاکستان گټی

په بډه تمانچه گرځی ويريږی د پنډته

ووه تته تته خړو! ووه تته تته

ارمان زما لنډے چې پنجور لکه زمرے دے

په لنډه کښې ښه دروند دے خو کربوړو کښې نرے دے

په فکر افلاطون دے په اخلاقو ښاپېرے دے

په عقل لږ مېخين دے خو په ژبه چرچرے دے

ارمان زما لنډے دے ډک د چل او د حکمته

ووه تته ته خړو! ووه تته تته

الله! زما لنډے نن د فرنگ نه گټی ځان

الله! زما لنډے هم گټی مصر هم ايران

وئی نيت مې دکعبې دے خو لندن ته دې روان

هندو دے فيرنگی ته خو ئې نه لگی هندوان

ارمان زما لنډے نن نه کوکړ دے او نۀ بته

ووه تته تته خړو! ووه تته تته

پرون زما لنډے چيرته ولاړ وۀ په ډېران؟

پرون زما لنډی چرته خوړل پردی توتان؟

پرون چې جهان وران وۀ، وۀ زما لنډے ودان

پرون د چا په دين وۀ چې دا نن شو مسلمان؟

زما د ښادۍ مشره! ستا وی غم کښې کومه پته؟

ووه تته تته خړو! ووه تته تته

زما لنډيه! واوره د بونډۍ لکۍ دې ځار شم

دښمن ته مې دښمن شه نو زۀ يار به ستا ديار شم

که ځې دجانان کور ته زه به ستا د پښو غُبار شم

تۀ ځارشمه په وطن نو زۀ به ستا د سترگو ځار شم

که سم نه شوې روان چوکه به زۀ دروړمه ښکته

ووه تته تته خړو! ووه تته تته ـ