نظم

خوږو غمگينو سترگو

Ghani Khan

مړاوو، د اوښکو ډکو، خوږو غمگينو سترگو

دا لرې لرې خُمار دې کوم جهان وينې

دا دې د رنگ يُو جهان، کۀ د رنگونو ارمان

دې غم کښې خور او روښان کوم گلستان دے

ارمان تېر شوے غم دے کۀ اميدونه دی

کۀ ستا خپل خود جوړ کړے د زړۀ نقشونه دی

سترگې دې مړاوې مړاوې، سوی گلونه دی

کۀ دوه ټوټې ټوټې زړونه دی

خو غم کښې خشته شې، په غم شيرينو سترگو

مړاوو، د اوښکو ډکو، خوږو غمگينو سترگو