نظم
کوچے
Ghani Khanزما کوچيه! زما کوچيه!
تۀ خوسپے نۀ وئ زما اشنا وې
په تنه نر وې تر ازمريه
قيصه د مينې نوم د وفا وې
چې زه اوچت وم دکُل جهانه
په لکها سرو مې دا سر وۀ بره
ستا سترگې زرزې د مينې ډکې
تېرې د ژونده د ځان او سره
چې زه اسمان نه خاورو ته راغلم
تاج مې راکوز که او کچکول مې واخست
شال او دستار او خلعت مې ورکړو
کند مې په سر کۀ اؤ جول مې واخست
تاته زۀ هغه شان دملک بادشاه وم
هم هغه سترگې، هم هغه مينه
چې ټول جهان غپل داړل کړل
تا ړقونه لکۍ مهينه
ته خو اشنا وے زما د سترگو
نۀ مې د "زور" وے اؤ نۀ د "زرو"
د تقدير تول که دروند که سپک شو
ستا بس يو تول وۀ او يو نظر وۀ
ته زما يار وے د بدو ورځو
د بدو ورځو يار نه هېرېږی
چې ټول جهان يوتک تور صحرا شی
د سرو گلونو خار نه هېرېږي
هائې چې د ژوند په رڼا بلې
سترگې روښانه ستا د وفا وې
زما کوچيه! کوچيه!
ته خو سپے نۀ وے زما اشنا وے