نظم

کور کوړه

Ghani Khan

څومره ښکلے تصوير دے ستا

څومره دې ښکلے اواز دے

ست په نظر کښې سپوږمۍ پټه

ستا په پاپو کښې اياز دے

مخ دې نازک دماشوم په شان

خوئی دې خېشته نازنين هسې

خيال مستانه د خيام په شان

تلۀ دې مخمور ماه جبين هسې

مينه کئی، لوبې کئی، سترگې وهې

ناز او نخرې د دلدار کوے

تۀ د گلاب او نرگس په شان

ماته قيصې د گلزار کوے

ښکلې ثبوت د خالق د خېشت

ماله قيصه دجنت ئې ته

ماته داستان د کرم کوے

ماله دليل د رحمت ئې ته

ستا د "کوکو" خېشته اواز

ماله اذان د بلال دے

ستا د خندا رڼا وجود

ماله پېغام د وصال دے