نظم
لارې
Ghani Khanچا له مينه ورکړې چا له يخې د لاس سُوکې
څوک د سر گلاب کړې په چا تورې لاړې توکې
يو له دولت ورکړې خو ټول حسن ترې راغونډ کړې
پټ وی په کمخواب کښې خو هر چاته ئې بربنډ کړې
لوې انعام دې مينه ده چې کوم کور کښې خوره کړې
اې عجيبه خدايه عجيبه دې لارې چارې دی
خوار ادم له څومره سختې سختې د ژوند لارې دی ـ