غزل

نه تنها زما دزړه غومبـــــری ســـــــــوځی

Mohammad Siddiq Pasarlay

له شغلو یې دښایـــــست بــغوری سوځی

پـــه ســل لا رو درنــژدی شی بیرته راشې

ستا په خوا کی می دخیال وزری سوځې

دایې تا راته غوږ ایښی څه بـــه وایــــــــم

چه په خوله کی می دزړه خبـــــری سوځې

له پتنګ سره طواف د شمو څــــــــــه کړم

چی دناز په شمه زړه له لـــری سوځـــــــــې

څه ښادی غواړی د عشـــق له غمکدی نه

په دی بین کی دهوس ســــــندری سوځې

ګڼی هیلی می لـــوګی دیـــــــوی ادا شوی

دځنګله ونی چـــــــی څو وی ګوری سوځې

داتر مو مو نرم زړه څه ورتـــه ټیـــنګ کړم

»پسرلیه» دعشق تاو ډبــــری ســــــــوځې