غزل
ما درته پېشکش په لاس کې زړه نيو لی دی
Malang Janخير که ياره تا پکې چاکو ټومبلی دی
ته دې يې خوشحا له اشناخيردی که زه سرې سترګې
ما خو له الله نه ستا غوښتلی دی
خدای دې رضانه شي چې به ستا ستر ګې زه هېرې کړم
عشق دې دايمان غو ندې ما کلک ساتلی دی
زه چې په وطن باندې مين يم خو سبب لري
تا غو ندې فرزند يې خپله غېږه کې روزلی دی
ستا د عشق تاثير دی چې جذبې مې زياتېدو کې دی
ځکه ملنګ جان پخپل رفعت باندې ختلی دی