نظم
مهذبو ته
Ghani Khanمهذبه خدائې پېدا کړئ کار د پاره
نه چې تش خرڅ، روپو د پلار د پاره
يا چې کينې د بی بی په شان پالنگ کښې
يا چائې وکړې يوماښام خپل يار د پاره
سا سر واړئ ماښامی کښې سېل ته لاړ شې
ياچې وخورې انگريزی اچار بسياره
پاڅه پاڅه وينې وکړه ځان بری کړه
څو به اوسې خپل وطن ته قرضداره
تا له ئې درکړه ځوانی دئ پخپله مرينه
ځوانه پاڅه دا ځوانی ترې کړه نثاره