نظم

مخ د جانان

Ghani Khan

کله مخ زۀ په قبله کړم، کله مخ کړم و جانان ته

هيڅ په فرق ئې پوه نۀ شوم ربه! خېر مې کړې ايمان ته

هغه ورځ چې خلق پېدا شو، دخالق په تجلی شو

زۀ وم پروت مخمور، مشکور په سجده مخ دجانان ته

اوس زما په بې کسئ کښې دمستی لمغړې وينې

چې زۀ د زمکې قابل نۀ ؤم، ولې تا بوتلم اسمان ته

دخبرو ئې څوک نشته، غنی ځان سره گوڼيږی

لېونے ئې هله بولئ چې ئې وگورئ جانان ته