شعر

ملنګ شم

Malang Jan

زه چې راواخلمه کچکول او ستا ملنګ شم

نو هغه ساعت به تېر له نام و ننګ شم

نام و ننګ به وي هغه ځای رانه پاتې

په کوم ځای کې چې زه ستا په تومت رنګ شم

پروا نشته که دنيا راپورې خاندي

ماشوم نه يم چې نور وخاندي زه تنګ شم

ستا په عشق کې که ستي شمه په اور کې

فخر کاندم که زه ياد لکه پتنګ شم

ما چې عزم ستا د سپين رخسار دی کړی

وا به نه وړم که په وينو کې رنګ رنګ شم

په شا تلل د ميړنيو بدنامي ده

اوس به زه “ملنګ جان” څه رنګه په څنګ شم