نظم

منم

Ghani Khan

ولاړ ومه په اور کښې ماوې اور زما قسمت

لمبې د قسمت نۀ وې، وې لمبې زما د نيت

نۀ بخت او نۀ کمال منم، نۀ توره نۀ جلال

يو ستا د سترگو خيال منم او ستا د شونډو ست

نۀ گل، نۀ دلربا منم، نۀ حسن، نۀ بهار

يو ستا د خندا راج منم بې تاج بې سلطنت

نۀ چل او نۀ تدبير منم، نۀ عقل، نۀ تقدير

يو زيړ دسپرلی گل منم، ضامن د يار د پت