نظم
مرگ
Ghani Khanلږ مونږه هم خبر که کنه يار چې په ارام شو
کۀ تا چرته کښې پټه وی مونتلې مامله
هغه پاسېد په سپين دېوال ئې سپينه کرښه راښکه
وې خان دغه جواب دے د رشتې د مرگ او سا
هغوی چشمې کړې پاکې وې "والله کۀ مونږ څه وينو"
په سپين دېوال سپين خط چرته ليدلے شی بابا
هغه وې که مرگ نۀ وه ژوند به هم دغسې روک وۀ
چې عقل د انسان کئی بس دا فرق اندازه
چې سورے او تياره نه وی رڼا نه شی ليدلې
د ړند نظر کښې تل وی يا تياره او يا رڼا
چې دواړه پکښې راشی رنگ خائشت حسن ترې جوړ شی
کۀ مرگ نۀ وه دنيا کښې څوک به څه پوهېدۀ په سا؟
ټؤل حسن د جمدون دمرگ د تورو سترگو نور دے
دده په تور جهان کښې ټول رنگونه د دنيا
که مرگ نه وۀ ژوند به نۀ وه کۀ بد نۀ وو ښۀ به څه وو
کۀ توره بلا شپه نۀ وې چا څه کاوۀ سبا
راځه زما گلابه، ژوند او مرگ دواړو ته خانده
په دواړو کښې يو هم نۀ دے لايق ستا د ژړا
کۀ خواه مخواه ژړا درځی انسان ته ځان ته ژاړه
چې دغه په رښتيا روک گوډاگې دے د ژړا
يو حسن رب ورکړے دے چې ژوند له معنی ورکړی ـ
او دے غريي تې ځان ته جوړه کړې ده بلا
خزان کۀ نه وۀ نو يوگلاب يوه ميوه به نۀ وه
که مرگ نه وه جمدون به يو روک خوب وۀ په دنيا
کۀ نه وے سمندر نۀ به جهاز نۀ به بېړۍ وه
کۀ نۀ وے بوډاتوب ځوانی به څه کوله چا؟
يوزهر دی ځوانۍ له او مستۍ له اؤ رڼا له
د ژوند چينه د خضر چې ياديږی په دنيا
انسان د ريدی گل دے، دده کور دے بيابان
بهار دده ځوانی ده خو ژوندون ئې دے خزان
کۀ يو منی خطا شو شی به روک هر گلستان
اؤ روک شی هغه سات دده د هوشه د احساسه
کوم شې چې ورته شی قائم دائم او جاوېدان
دا ژوند کښې چې څه خوند دے مرگ جوړ کړے دے په ځان
که مرگ نۀ وۀ جمدون به وۀ د روکو روک جهان
کۀ جوړئی ترېنه غمونه تور د وسپنې يوغر دے
چې په عقل ورته گورې د ژوندون د کرښې سر دے
چې دې خيال کښې مينه راشی نو دمينې يو نهر دے
زور يو داسې زور اور دے د زورونو نه بهر دے
دا نۀ باز دے نه باتور دے خو د ويرې تور وزر دے
ملاجان خو ترې جوړ کړے يو د اور اؤ افت ور دے
مار ، لړم گرز اؤ خنجر دے هر شې درد هر خوا ضرر دے
خداې دې دے ورله زر بوځی د کوڅو نه ئې خبر دے
کۀ دا لوې د بلا غر دے تور د يرو سمندر دے
کۀ هزار د ژوند بادشاه دے خو مالک ئې ستا نظر دے
دا خوستا د فکر تاج دے چې ددې بادشاه په سر دے
دا زۀ نه وېم چې غنی څه ښه پوره ترېنه خبر دے
خو دا گمان د فلسفيانو د قياسه ډېر بهر دے
چې بس دې دوه ورځې درد له دا سپوږمۍ ستوری او نمر دے
د دروغو رحمان نۀ دے ملا جان په ورانو سر دے
دا په يو پټی کښې لو دے او په بل پټی کښې کر دے
دی په کر پسې کرونه اؤ په لو پسې لوونه
جهانونه جهانونه په اورونو کښې رنگونه
په گلونو کښې نورونه په غمونو کښې گلونه
لوې د مينې سمندر دے دلته نشت درد اؤ ضرر دے
دلته باز او باتورنشته سور سپرلے او ماځيگر دے
تورې خټې واخلی ترېنه جوړه مُناره کړی
ساز داسې اواز دے ښکاره پټ کړی پټ ښکاره کړی
لاس کښې دانسان لمحې له مرگ او اجل واچوی
قبر باندې شال يو د اطلس د بخمل واچوی
مرگ هغه خزان دے چې گل کړی دگل فروشه ورک
خو مرگ د پرده پوشکړی د ادم زوال د هوشه ورک
مرگ يو وعده د سپرلی شوې د خزان سره
مرگ گواه د رب د مينې رحم د انسان سره
تورې خټې واخلی ترېنه جوړه مُناره کړی
ژوند يو څاڅکے مينه ده، دمينې ننداره کړی
دا ده د انسان د زغرې، تورې او تفنگ قيصه
ساز د ځوانۍ غشے دے دمرگ سره د جنگ قيصه
شمع پتنگ نۀ دے دا دستوری او پتنگ قيصه
دا ده د غلام د فخر، کبر او د ننگ قيصه
خاؤرې دے ادم، خاؤرې جنون سره جانان سره
ژوند د ادم څۀ دے، مينه، مينه ده د ځان سره
مرگ ستا کور له يوړۀ گنی وۀ به تل دځان سره
مرگ لويه نېکی ده چې تا وکړه د انسان سره
مرگ پټه نکاح ده د مکان د لامکان سره
مرگ هغه نېټه چې جانان کښېښوده جانان سره
مرگ مجبوره ځان له د خپل حسن ننداره ده
مرگ کښې د ژوندون د درياب پټه کناره ده
اے عجيبه خانه د تيارې اؤ د هلال!
مرگ بس وي گواه زما د ژوند ستا د جلال ـ
ماتم وۀ د خانانو د مياگيانو ډک کمونه
پخې پخې خبرې وې او کلک ئې دليلونه
د ټولو په نظر کښې يوه لړه، يو ارمان وۀ
روک شوی ترې منطق کښې وو د حسن اميدونه
د مرگه يرېدل داسې چې ژوند وۀ ورته اور
غورۍ د پلاوونو ښکارېدې ورته قبرونه
د ټولو سترگې وازې لکه اسپې ترېدلې
خفه خفه خبرې او پاسته ئې اوازونه
چې زۀ شوم ورښکاره يو يار مې بل يار ته لگيا وۀ
لاله د يرې مړ شم چې دمرگ مخ راښکاره شی
چې فکر مې ورساز شی زړۀ مې ولويږی خوريږی
د ژوند هر يو اميد مې د ايرو ذره ذره شی
يوتور غوندې ښامار وازه خوله ناست خوری عالمونه
هر چاته چجه شوے په هرچا دده حمله شی
نۀ ځوان گوری نۀ زوړ د قهر اور دے هر څه سېزی
که فکر ورته وکړې ژوند يو ټوقه مسخره شی
او ټوقه هم بې رحمه، ټوقه نۀ ده سره لمبه ده
دا څه مطلب د ژوند شو چې ئې خاورې خاتمه شی
وې وايه لاله وايه څه په پته خو مې پوې که
په کوم هنر به جوړه دژوند ورانه ماشوړه شی
کۀ تا پکښې څه خوند مطلب ليدلے وی نو وايه
زمونږ په خيال خو ژوند يو د دردونو دے کاروان
گوتم بودا رښتيا وې چې پېدا شوې نو تباه شوې
دا داسې جواری ده، هر يو داؤ ئې د تاوان
يا لس کاله يا شل سړے په اور اف کښې تېر کړی
اخر ئې چرته تورو تارخانو ته کړی روان
د هغه ځاې خبرې قياسونه دی دعوې دی
په عقل چې ئې گورې خرافات هر يو بيان
لږ عېش لږه ځوانی، مال محبوبه، بس دغه وايه
بس يو خيام خبر وۀ نور ړانده دی شاعران
زما په خوا کښې ناست يو لېونے وۀ په خندا شو
وې واوره دا خبرې د باچا د دسترخان
وې دا ژبه دپېريانو، ددې ځاې دے بيابان
دا نشته په کتاب کښې د منطق او د امکان
نو ټول ترېنه راتاؤ شو ښۀ خېشته اوښيار مخونه
په سترگو کښې تئېرې وې خو تندی ئې وو روښان
وې وايه لېونيه خلق وائی ته مرگ ته خاندې
دا دې کښې د خندلو څه خبره ده اشنا