نظم

مرگے

Ghani Khan

مرگے دې راشی چې کله ئې وس وی

گل به مې لاس کښې وی اؤ يا به اس وی

يا به ټوپک وی يا به قلم وی

ډوب به خندا کښې د دنيا غم وی

چې څه موبخت وی دومره به بس وی

مرگے دې راشی چې کله ئې وس وی

په جام کښې گوټ گوټ شراب کميږی

سپړلے خلاصيږی گلاب کميږی

رڼا د شمع کښې د سحر نور راغے

کور د بلبلو ته نوم د باتور راغے

سُرور په سترگو کښې د خيام نشته دے

ستار کښې شرنگ هغه د ماښام نشته دے

ولې اخر سړے ستړے شی او دا ومنی چې:- ـ