نظم

مړه شمع

Ghani Khan

ماته نسيمه مۀ وايه

مۀ وايه، يار به سبا راځی

تۀ د مستئ خبرې کړې

ماله ژړا، ژړا راځی

اے د ړندو مسئلو مُلا!

اے د اوږدو مسئلو مُلا!

ستا په دې رازونياز پورې

ما له خندا خندا راځی

ما هم يو خوب ليدلے وۀ

ما هم يو باغ کرلے وۀ

تۀ چې قيصې د گلونو کړې

ما له ژړا ژړا راځی

زۀ هم په شان د ځوانئ ومه

زۀ د مستئ يو تصوير ومه

اوس يو ذره د ايرو يمه

څۀ کۀ بيگا سبا راځی

زۀ لکه شمع ورکه شوم

ورکه په طمع دسوز شومه

کله په لاس د ساقی راځی

کله به اور، اور رڼا راځی

تلې ځوانی چې لاړه شی

چرته په بيرته بيا راځی

تۀ د مستئ خبرې کړې

ما له ژړا، ژړا راځی