نظم
مشال (زما نمسے)
Ghani Khanپېدا شو مشالے په شپږويشتم داکتوبر
په ډېره سخته وشو پوره دوه بجې سخر
يو کم اتيايم کال وۀ او صدی ئې وه شلمه
زمونږ د اميد باغ کښې نوې ونه شوه زرغونه
نگينه په خندا شوه نوے گل نوی بهار ته
وې گوره بابا نوے گل مې راوړۀ ستا گلزار ته
وعده مې کړه پوره چې کومه تا او ما وه کړې
دا لال مې درله تورو دريابونو کښې موندلے