نظم
ماشے
Ghani Khanد ماښامه تر سبا
سرينده کله سُرنا
پينه پينه پنگه پنگه
هم خوړل کړې هم وېنا
سپک به وخېژې په تول
دوو دانو سره دغوښتو
خو هاتی ستا د گذاره
ځان کړی پټ په خټو بوختو
پچکارۍ دې وی تل ډکه
وې هر چا له انجېکش
ته به وې ستا بابا جی وۀ
د نوښار سول سرجن
دميږی هومره کوپړۍ کښې
دې هم خوله شته هم خړتم
اوږدې خپې دې د جولا دی
نرچوکی وزر د ډم
اوږده ډونگه د ډنبرې
بد دې نشته په لاشه کښې
واړه زهر دې راغونډ دی
د وکيل په شان په خوله کښې
نور همه غله د جهان
وی دمال د فصل غله
ته زما د ژوندون غل ئې
زما وينه ستا خواړه
په زړه سخت ئې د يزيده
د گلاب په شان وړوکې
سر تر ښپو سورې سورې کړې
هر سوری کښې افت پوکے
چې زه راشمه ستومانه
په کټ پرېوزم بې اختياره
ته به وې تاته غورۍ چا
د پولاؤ کېښوه تياره
ټک مې وباسې د غوږه
پوست بالښت ته رسېدو کښې
بيا "ټمری" خپله شورو کړې
په نرو نرو پردو کښې
ستا په طمع گذار وکړم
ځان له څټ وسوزومه
تۀ مې شا ته سرېندې وئی
زۀ غوږونه گرومه
کۀ ريښمين شانې ماښام وی
سور گلزار او شين چمن وی
چې ياران اودۀ په ويښه
نشه شوی په ديدن وی
په سرو ښپو د ليلی کېږدې
پليت وږې د سپی داړه
ليلی وخ او ويش شورو کړی
خوار مجنون پريږدی ولاړه
که څوک پټ شی په څادر کښې
ته ئې پاس کړې بنگه بنگه
چې اخر ئې پوزه راوزی
لکه شکؤن دخپل سو رنگه
تۀ يې شغ شې داسې پرېوځي
کله باز کښينی په زرکې
هله ئې پريږدې په زر کې
هله ئې پريږدې په قلاره
بنديان لوئې وړوکی څه کړې
هر څه ستا نه په ازار دی
غوان، سنډگان، ميښې، اسونه
د لکو والو بېزار دی
ړوکے څاڅکے د دوزخ ئې
که د شر افت بڅرے
خوله زما په وينو سره کړې
بيا يې وئې راته سندرې
وائی مُلا بابا چې ستا يو
قر نيکه په پاپو شل
دنمرود سپېږمه کښې لاړ
غلې غلې په چل ول
هغه اورغړېد په زمکه
کلک ئې ونيولو تشی
چې شورو ئې په يو ځل کړه
هم ټيزونه هم انټوشی
خو گډے دننه ناست وۀ
ړقول به ئې وزر
هله ئې پرېښود چې ئې وښکۀ
د غريب نه کچومر
حرامتوب کښې دې شک څه شو
چې ددغې بابا زوے ئې
چلولی لکه لومبړ ئې
اوږې سترگې لکه سپے ئې
لا يوه بله نخره دې
د هماؤ ده عجبه
ځان سره گرځې په بډه
ښه تاؤده د منی تبه
دا دعا د لېونی ده
پاکه ربه که قبلئې
کۀ راښکې په واړو ماشو
تېزه سره دهاړ سيلۍ