نظم
معشوقه
Ghani Khanزلفې دې کړې ول ول ول
ټيک دې کړو پرې ور بل وربل
زۀ دې کړمه جل بل جل بل
زلفې دې کړې ول ول ول
څنگه مست خرامه درومې
کور ته چې هر ماښامه درومې
سروقامت گل اندامه درومې
شال دې رنگين ململ ململ
اؤ زلفې دې وی ول ول ول
لاس په خندا کله پورې کړې
کله خوږې سترگې تورې کړې
اوس لا نخرې نورې نورې کړې
بندی دې کړم په چل اټکل
زلفې لرې ول ول ول