نظم
ماتم
Ghani Khanدا خو نۀ وې غم له جوړې
ستا دا سترگې د غم ډکې
چاته ئې بره بره اړئ
د افسوس اؤ ماتم ډکې
په ژړا باندې چا نۀ دی
سرې ماڼۍ ابادې کړې
په ښېرو باندې چا نۀ دی
مړې پېړۍ ازادې کړې
دا ستا گوتې د پولادو
تش دُعا زارۍ له نۀ دی
دا ستا مټې د مړانې
جوړې دې خوارۍ له نۀ دی
دا ستا زور پښتو اؤتوره
ستا د سرې وينې غورځنگ
چې دا ښکلے سر دې ټيټ شی
ځوانه ډېر ښکارې بدرنگ
پاسه پاسه چجه وکړه
تۀ د قهر تور ښامار ئې
تۀ افت ئې تۀ غضب ئې
تۀ د سور تندر گوزار ئې
ستا د لاس د قسمت لاس دے
ورانؤل جوړؤل دوی کا
ستا په سترگو کښې اجل دې
ورکؤل سوځول دوئ کا
د فرعون د کور په شانې
دا حصار خاؤرې ايرې کړه
دا مغروره سر تس نس کړه
دا غرور ذرې ذرې کړه
پاسه وښايه دنيا ته
د پښتون د بچو ننگ
پاسه واؤروه شغال ته
د وېستلو تورو شرنگ