نظم
مږه
Ghani Khanاوسې په کندو کښې ياره غل ئې، پلار دې غل وۀ
مور دې غلچکۍ وه، ستا نيکه د بدو مل وۀ
قوم دې حرام خور دې، قبيله دې حرام خوره ده
مړ شوې په غوړو پسې لکۍ توره دې سپوره ده
سترگې دې کاسيرې دی، چلبازې دی، بې شرمې دی
کلک دې دی غاښونه اؤ پاپۍ دې نرمې نرمې دی
خېټه دې کوپۍ ده، د کدو يا شناز هسې
سر دې د نولی او بريتو کی د تُره باز هسې
غلا کئی د غريبه، غلا د خانه، د بڼيا نه کئی
سيد او ملا نه پيژنې، بوته د هرچا نه کئی
ستا دا وړوکې خېټه دې همه جهان مړه نه کړه
ستا کاسيره تنده د عمرونو غلا سړه نه کړه
ذات دې ځناور دے خو خوراک کئې د انسان هسې
اوسې په څخسوړی کښې فېرنی څټې د خان هسې
زړۀ دې د يزيد دے، طبيعت دې د شېطان هسې
چېڼ دې د منت دې خو همت د پهلوان هسې
غل تر هغې غل وی چې ترې بره غل پېدا نه وی
چل تر هغې چل وی چې ترې بره چل پېدا نه وی
دوه دانې ترې وخورې، دوه دړۍ خاورې ايرې کړې
اوږې خوله دې خاورې شه انبار ذرې ذرې کړې
خوئی دې د خنزير دے اؤ فطرت دې د ښامار دے
خوله کښې دې افت دے او په شونډو کښې ازار دے
خو غوټه چې شی سخته اخر پېښه پرې چاړۀ شی
ته شې په جوارو، پيشوگان په تا ماړه شی
اوسې چې کوم کور کښې حرام خوره هغه کور لوټې
داسې حرامی ئې خپل بابا او خپله مور لوټې
خو ورشې چې پيشو له نو پلاؤ، فېرنی دې هېره شی
پيش په خېټه موړ شی په تا گياره (١١) باره (١٢) تېره شی