نظم
منصور
Ghani Khanمنصور يو لېونے وۀ، دمعشوق اداب ئې هېر کړۀ
منصور يو ليونے وۀ د مستۍ شراب ئې ډېر کړۀ
وې مستی دا زما نۀ ده د جانان د سترگو نور دے
زما دخولې خبرې هم تورات او هم زبور دے
دا رنگ زما د سترگو نۀ دے، رنگ دے د جانان
دا شرنگ زما سينه کښې د ښپو شرنگ دے د جانان
منصور چرته ليدلے دمخ نور وۀ دجانان
دا مست چې پرې منصور شو دا سرور وۀ د جانان
وې د حسن ارمانی نۀ يم زۀ د حسن سمندر يم
زۀ مست لېونے نۀ يم، زۀ مستی د بحرو بر يم
دا رنگ زما د سترگو نۀ دے رنگ دې د جانان
دا شړنگ زما سينه کښې د ښپو شړنگ دے د جانان
عالمه راشی واوری چې زۀ نور او زۀ رڼا يم
زۀ گل يم زۀ بلبل يم، زۀ وصال زۀ محبوبا يم
منصور خو پخوا ډوب شو دا تش نور دے د جانان
دا نۀ دے منصور نۀ دے دا سرور دے د جانان
خبر پرې مُليان شو وې منصور ځان ته الله وائی
دا کفر دا غرور چې ئې هر چاته بر ملا وائی
وې کافر دې شی سنگسار چې پليت نه شی جهان
بادشاه د لېونو ئې ځولنو کښې کۀ روان
منصور وې خلقه واورئ چې زۀ نور او زۀ رڼا يم
زۀ گل يم، زۀ بلبل يم، زۀ وصال، زۀ محبوبا يم
منصور خو پخوا ډوب شو دا تش نور دے د جانان
دا نۀ دې منصور نۀ دې دا سرور دے د جانان
خېشت ئې په اسمان لټوۀ زړۀ کښې ئې گلزار وخوت
څۀ خو ئې ليدلی وو ځکه خو په دار وخوت
ټول بهار بهار وخوت ما په صحراگانو کوت
مينه زۀ، او مينه ته منځ کښې دا پرده د څه؟
راشه خلقه ښکل مې کړئ زړۀ کښې مې دلدار وخوت
ما دمينې تخت کۀ جوړ خېشت له د جانان د مخ
غلے ورته ړوند مُلا غلے لکه مار وخوت
مرگ به مې تنها کړی نور، مرگ به مې نزدې کړی نور
مرگ نه عبادت شو جوړ مرگ د مينې کار وخوت
نۀ وۀ لېونے منصور، خود کښې وۀ، خوشحاله وۀ
څۀ خو ئې ليدلی وو ځکه خو په دار وخوت ـ