نظم
مسافر
Ghani Khanد ژوند مقصد دے يوکمال د مينې
د عقل خور جمال يوخال د مينې
دا تورې لړې ماښام کلال د مينې
دا ارمانونه تالاش يو جال د مينې
دا سره مستی د کفر چغه د ځان دهوش
وېخ کښې د بحر نفرت دا لال د مينې
اوه په ارمان کښې دے کمال د مينې
گل د انسان جمال جمال د مينې
مينه خوب د ډيوې زړۀ کښې
د رڼا اؤ سوزېدو دے
خوب د ړوند کره ماښام کښې
د سبا رڼا راتلو دے
د خزان په مايوسۍ کښې
خوب د گل د ټوکېدو دے
د مرگی په تور وطن کښې
ساز د نمر د ختمېدو دے
ما د سترگو تپوس وکۀ
حسن څۀ دے مينه څه ده؟
ما د ډنډه تپوس وکۀ
عکس څه دے ائينه څۀ ده؟
ما د گوتو نه تپوس
د نرمۍ د تالاش وکۀ
ما وې اې زهرا رنگينې
د خپل نوره بې خبرې
ستا مستی حسينه څۀ ده؟
ستا خندا مهينه څۀ ده؟
هغې بې پايانه حسن
ماته دا په ارمان ووې
ژوندون څۀ دے ځان مونتل دی
ژوندون څۀ دے ورکېدل دی
ژوندون څه دے يو تالاش دے
د ارمان پوره کولو
د ارمان بې تابی واړه
په ارمان قربانول دی
ژوندون خوب دے يو بې توانه
د تيارې او د رڼا
بنده هغه مسافر دے
کور ئې باغ، لار ئې صحرا