نظم

مستی

Ghani Khan

رڼا چې مسته شی، رنگا رنگونه شی

خاؤره چې مسته شی، سرۀ سرۀ گلونه شی

رباب چې مست شی، ژوند شی ساه واخلی

شرنگ کښې بڅری نولی، هنگ ئې رڼا واخلی

عاشق چې مست شی، څاڅکے د نور شی

يو مستانه آرمان ډوب په سرور شی

دُعا چې مسته شی هله قبوله شی

سجده چې مسته شی خودی بې سوله شی

گمان چې مست شی، ارمان ترې جوړ شی

ارمان چې مست شی، جانان ترې جوړ شی

ژوندون چې مست شی روښانه خوب شی

مينه چې مسته شی نو لېونتوب شی

غوټۍ چې مسته شی ، نو سره کوکۍ شی

حورې چې مستې شی نو جينکۍ شی

د کړشپ خان مستی پرخه د اوړی

لکه موسی جوړوی ښامار د پړی

چې حاجی گل مست شی نو سترگې تورې کړی

لکه سڼدا له چې څوک نکريزې پورې کړی

مستۍ کښې شته دے مزه خوکله کله

خو په شرابو مۀ اينځه ږيره بمبله

غنی چې مست شی، سر په سجده کيږدی

د خندا ډکې سترگې، يار ته صدقه کيږدی

چې زور مستی کوی، لعنت د ځان جوړوی

په ځان لمن راړوی، بل له جانان جوړ وی