شعر

نه پوهيږم چې زه يار يم که اغيار يم

Malang Jan

نه پوهيږم چې زه يار يم که اغيار يم

په عالم کې ليونی يم که هوښيار يم

که هزار د صداقت بنياد قايم کړم

په ميدان د نمايش کې خيانتکار يم

نه د چا ځنی څه غواړم نه څه وايم

برناحق د يو او بل زير فشار يم

که څوک ما نيسي په رسم او رواج کې

زه له عشقه هومره کله لاوزګار يم

خدای د مينې په رياست کې ملازم کړم

کار تقدير کړي نو زه څله ګنهګار يم

د تقدير په رسۍ بند زه ملنګ جان يم

نه مجنون ، نه لېونی او نه بادسار يم