نظم

نرم زړۀ

Ghani Khan

د ځوانۍ خېشته کمر مې

د سخا نفس مږې سورئ کړو

ښکلئ رنگ مې لوغړن کړو

ښکلې مخ مې ئې ايرئ کړو

يا نرۍ پستې خبرې

يا به نۀ وې شونډې بڅرئ

کۀ يو نه بلې دلبرې

دا سور اور پهما پورې کړو

ړوند کوڼ نۀ يم ښۀ بينا يم

ښۀ په ښو بدو دانا يم

ولې څۀ کړم لويه خدايه

نرم زړۀ دې ما پورې کړو