نظم
ناوې
Ghani Khanاُف دُنياگئ پليتې، گنده د گندو بوټې
تۀ يو لمبه ئې د اور، در کښې غېرت سوزيږی
سړيتوب، علم ، پښتو ، ډوب اؤ نازک خيالونه
د دې نه ښه څو چنده حرام، حلال مالونه
بال بچ اؤ دين اؤ ايمان، په مال اوښيار ورکوی
د سرو بدل کښې والله جانان دلدار ورکوی
لوړ خاندان، ښه خصلت دا هيڅ قيمت نۀ لری
خېشته صورت د گلاب چې جېب ئې تش وی، څۀ وی؟
د لُور د خوښې تپوس، وائی دا سپک کار دے
يو سپی تۀ ئې ناوې ورکوی خو سپے مالدار دے
ډمه غريبه سپئ ده، چې په ښکاره چليږی
دلته زرگونه ډمې په سرو ډولو کښې پټې
په مزکه، مال اؤ دولت ښه په عزت ورکيږی
کۀ يو نوټ لاړه ډمه ده، ډمه ده
د زر جريبو خرڅه ترې په څۀ کمه ده
دا ته تير باسې څوک په دې سرو بريتو خان!
ماله دوکه راکوې، کۀ دوکه کوې دې ځان؟
مُلا د غټ پټکی اؤ د ببرې ږيرې
کئی مُغربې غټې دغوړ تالو خبرې
ځان او جهان د پاره څۀ تماشه جوړه کړی
جومات مُلا سپين ږيری قصه درنه جوړه کړی
لکه غوا خرڅه ليلی په شرنگا شرنگ ورکوی
دې دله توب له بريتو د پښتو رنگ ورکوی
بيالاړ شی گټ کښې د کور نوټونه اوشماری
کۀ زر پردو کښې پټ شی دله ښکاره ښکاری
اؤ د گلاب هسې لور کۀ د سپی کور له لاړه
خېر دے چې تۀ موړ شوې، کۀ هغه گور له لاړه
اے مصوره د خېشت،اے د ځوانئ الله!
اورې سلگئ د ناوې، پټه بړستن کښې ژړا
کۀ وی خنزير سره مال، گل اؤ جانان به اخلی
ستا شريفان فقيران تش بيابان به اخلی
دا دله گان شو مونږه، کۀ ستا قانون دے دا؟
دا زۀ چې وايم پښتو ده اؤکه جنون دے دا؟
اے مصوره د خېشت،اے د ځوانئ الله!