نظم

نوې بلا

Ghani Khan

کله کله راپېدا شی

يو دا رنگې بلا

ژبه ښکلې اؤ پسته

سر ئې ډک وی د رڼا

هر يو سوال کښې ئې معنی

هر جواب ئې فلسفه

هر دليل ئې ښه پوره

پوئې په هره مسئله

فکر تيز اؤ ښه روښان

علم خور لکه اسمان

دروند په عقل هر بيان

دمنطق په تول پوره

دا په شکل فرشته

ده بلا توره بلا

زړۀکښې قهر اؤ تياره

بهر سپينه تجلے

د دۀ هر خېشت اؤ زېنت

يا ورانے کئی يا علت

دا سکروټکه د نفرت

سوزؤلو له پېدا

د دۀ هر روز د کمال

هر لطيف اؤ مهين خيال

بس يو جال اؤ يو جنجال

ستا د خود اؤ هوش پړکه

د دۀ دا ښکلے گفتار

دے يو دام د ښکلی تار

د لومبړ هسې مکار

راگيرئ دې په رضا

لوئې غازی مست په اسلام

لېونے په ننگ د قام

تا جوړئ د ځان غلام

يا په زور يا په دوکه

په هر چل، په هره لار

دے ښکاری اؤ تۀ ئې ښکار

دغه سترگې د ښامار

ستا د دړد پکښې اسره

سپين گمبت کښې دجومات

دی پراتۀ لات اؤ منات

دا په شکل ادم ذات

په هډ، وينه اژدها

د دۀ دا شيرين گفتار

کفر کفر اؤ انکار

پروت ئې زړۀ ته دے زنار

د دۀ هوش توره لمبه

دغه علم د جهان

ورښودلے دے شېطان

د دۀ دا رنگين بيان

اړولے بسم الله

دغه ښکلے سپين صورت

مقبره ده د نفرت

دغه پند اؤ نصيحت

دی د زهرو پتاسه

دا دلال دے د تيارو

د سکروټکو د سکارو

دغه سپينو منارو کښې

اورونه دی زرها

دا په شکل فرشته

ده بلا

هم افت دے هم وبا

غنی خدائې دې ترې ساته

بلاگانو کښې ديره ئې

چرته مات نه کړې اودس