نظم
نوې سياست
Ghani Khanد اوښيارو لارې مې ډيرې زده
خو زما د شان دغه لاره نه ده
زۀ د زور صحراؤ ارمان يمه
زما بخت کښې کوڅه د گلزار نۀ ده
زۀ يم خاؤره خو ډيره بې تابه يم
ما مونتلې لمحه د قرار نۀ ده
دا د درغو منډئ ده، د سود اؤ زيان
دې زمونږه دروکو يو بل جهان
دلته ښے به يو اؤ خرڅے به بل
دا بازار ټگ اؤ کوټه سامان
دلته مينه، وفا اؤ غيرت اؤ رښتيا
چې بې سوده ئې کړې نو خرتوب دے
دا قصه بس د چرگ اؤ د ډيران ده
خو پرې نوم د اوچت سړيتوب دے