نظم

اول سترگې ستا د ليدو خو را

Ghani Khan

زۀ خو ساز او سرور او خُمار پېژنم

يا لېلی پېژنم يا اياز

زۀ خو غم او اور او دلدار پېژنم

يا رقيب پېژنم يا غماز

دې نسکور، شمکور ته دنور قيصې

د جنت قيصې، د جلال قيصې

منږکوری ته د زهرا قيصې

د ماښام قيصې د هلال قيصې

زه خو گل او چمن او شراب پېژنم

او بهار پېژنم او خزان

زه خو شرنگ او رنگ اوکباب پېژنم

نۀ گناه پېژنم نه شېطان

دې شمکور نه ستا د ليدو طمع

دې مدهوش، بې هوش نه دښو طمع

ربه! ظلم دے، ربه! زور دے

د کيکر نه ستا د مالټو طمع

او کيکر غريب له اور دے

دې شمکور نه ستا د ليدو طمع

دې نسکور نه تاته د تلو طمع

اول سترگې ستا د ليدو خو را

بيا کوه دد مئيندو طمع

زه خو ساز او سرور او خُمار پيژنم

هغه خورم ربه! چې څکلے شم

زۀ خو شرنگ او غورځنگ او ستار پېژنم

او جانان هغه چې ليدلے شم

زۀ خو ناز او مکېز، مسخره پيژنم

ښکلے خط پيژنم، ښکلے خال

زۀ خو شونډې پستې او خوله سره پېژنم

او رنگينه خندا د وصال

زه خو سترگې خوږې په ارمان پېژنم

او نرۍ تر وږمۍ د ماښام

زه خو ست او مت د جانان پېژنم

د ساقی په سرو گوتو کښې جام

دې مدهوش، بې هوش ته دنور قيصې

د جنت قيصې، د جلال قيصې

دې گونگټې ته د باتور قيصې

د پرواز دخېشت او کمال قيصې

چې پتنگ د نمر رڼا نۀ شی ليدلې

گنانگار شو کۀ په شمع شو شېدا

زړۀ کښې چونگ لپه هيله د خاورې ځائې شی

چرته ځائې کړم پکښې دا د نور دريا

څنگه څنگه په يو گټ کښې

دا جهان او اسمان واچوم؟

د شبنم څاڅکی کښې څنگه

د سيندونو دوران واچوم؟

او بيا لا د دې د پاسه به

حساب او کتاب هم وی

د ړندو سترگو بادشاه له به

سزا او عذاب هم وی؟

دغه شونډې ستا دی جوړې

ما له ولې شو عذاب؟

چې خواږۀ پرې باندې لگی

د شکرو نه شراب

دغه سترگې چا کړې جوړې

خېشت ته اوږې او حېرانه

په گلونو کښې چا خور کۀ

دا خايشت د لامکانه

چا کۀ جوړ ځان له مکان خپل

روک زما د گل مکانه

زۀ په څاڅکی کښې ډوبېږم

سمندر بې پايانه!

زۀ يو تور د تيارې پايانه!

زه يو تور د تيارې سيورے

تۀ د زمکې اسمان نور

بې کنار درياب د رنگ تۀ

زۀ يو څاڅکے د سرور

تۀ ژوندون د کل ژوندون ئې

زۀ د مرگ لمحه ناکام

سمندر تۀ د مستۍ ئې

زه يو مات او سورے جام

ستا په رحم ډېر نيازېږم

ځکه يم درته گويانه

د غلام گيله هم واوره

د سپوږمۍ او ستورو خانه

زه خو ساز او سرور او خُمار پېژنم

هغه خورم ربه! چې څکلے شم

زۀ خو شرنگ او غورځنگ او ستار پېژنم

او جانان هغه چې ليدلے شم

زۀ خو ناز او مکېز مسخره پېژنم

ښکلے خط پېژنم ښکلے خال

زۀ خو شونډې پستې او خوله سره پېژنم

او رنگينه خندا د وصال

زۀ خو سترگې خوږې په ارمان پېژنم

او نرۍ تر وږمۍ د ماښام

زه خو ست او منت دجانان پېژنم

دساقی په سرو گوتو کښې جام

دې شمکور نه ستا د ليدو طمع

دے نسکور نه تا ته د تلو طمع

اول سترگې ستا د ليدو خو را

بيا کوه د مئينېدو طمع

الله نور السموات والارض ـ