نظم

اور

Ghani Khan

زما خټه چې خوشته کړه

په څه اور ئې ابته کړه

چې ئې نۀ وژنم ورتېږم

چې ئې وژنم لا لمبه کړه

نور همه ئې د ځان جوړ کړم

د شېطان ئې يوه ذره کړه

څومره زۀ چې پرده کړه

دومره غټه ئې پرده کړه

چې جنت وته روان شوم

دوزخ لرې دروازه کړه

چې دوزخ ته ورنزدې شوم

چا بچے بچے نعره کړه

خدائې دې ورک کړه د زړۀ اوره

تا د ژوند ورکه مزه کړه

گنهگار يم گنهگار يم

هم د خدائې هم د دلدار يم

بې وفا په محبت کښې

نفس پرست اؤ بې اختيار يم

مينه مينه په خوله وايم

مينه نۀ لرم حېوان يم

نۀ مې لوظ نۀ مې قسم شته

نۀ مئين په يو جانان يم

چې کوم ځائې ځوانی اؤ رنگ وی

چې کوم ځائې د گنگرو شرنگ وی

چې د چا دتمبل ټنگ وی

نو زما ورته غورځنگ وی

يومکه د مسلمان وی

دکافر يوبت خانه

هره ورځ زۀ بدلومه

نوې نوې مېخانه

هم مې مينه ده بې پته

هم گناه مې بې وفا ده

چې مې کومه مخامخ وی

زۀ وايم دا زما لېلی ده

کله لاړ شمه جُمات ته

په سجدې په زارۍ پرېوځم

شل سجدې مې کړې نۀ وی

بيا د چا په يارۍ پرېوځم

يو سور اور مې دے گوگل کښې

ما سوزئی دننه بهر

نۀ دے يخ شو، نۀ دے کم شو

چې دا اور دې که سقر

کۀ ساقی د کوه قاف وی

کۀ شراب وی د شيراز

بس پيکه مې ترې زړگے شی

چې معلوم ئې کړمه راز

کۀ ماښام وی کۀ سپوږمۍ وی

که وی راز اؤ کۀ نياز

روح مې تنگ لکه لحد کړو

کۀ وی سوز اؤ کۀ وی ساز

دا زۀ څۀ پسې حېرانه

سرگردان پرېشان گرځم

دا زۀ کوم خوا ته روان

په باغچه بيابان گرځم

گنهگار يم ، گنهگار يم

ادم خور يمه خپل ځان خورم

خپل ښايست خاؤرې کومه

اژدها يم خپل جانان خورم

دے په زړۀ دننه اور مې

رو رو تن لوگے لوگے که

دې ايرې کړۀ سرۀ گلونه

شين چمن لوگے لوگے که

دې داور هسې خوراک که

نوے نوے امبار غواړی

نوے رنگ نوے محفل کښې

نوے نوے خُمار غواړی

دروغجن يم، دروغجن يم

دا د قسته کوم فرياد

نۀ يم ننگ زۀ د دې اوره

زۀ په دې يمه اباد

زۀ به دۀ له خاشاک گورم

که باغيچه کۀ بيابان وی

زۀ به دۀ ته لوگے کومه

کۀ ځوانی وی که جانان وی

دا د دۀ په شنو لوگو کښې

زۀ اوربل د دلدار وينم

دا د دۀ په لمبو گوره

زۀ سپوږمۍ اؤ گلزار وينم

دے زما په وينه پائی

زۀ د دۀ په لمبو پايم

دے زما وجود اؤ سا ده

زۀ د دۀ وجود او سا يم

چې د دۀ پړق اؤ شڼار وی

هلته ژوند هلته انسان وی

چې دے نئی د خاؤرو ټوپ وی

پنډ خزله د ډېران وی

لېونے يم لېونے يم

نۀ مې سر شته نۀ سامان

نۀ په مينه مستۍ پوئې شم

نۀ په سود اؤ نۀ په زيان

عجيبه بېروه لار ده

عجيبه پې ځی کاروان

کۀ قدم اخلم غورځېږم

کۀ ودرېږمه تاوان

عجيبه غوندې شراب دی

چې ئې څکم لا تږے کېږم

عجيبه "من اؤ سلوی" ستا

چې ئې خورم لا اوږے کيږم

دا په زړۀ دننه اور مې

کۀ ئې وژنمه روکېږم

کۀ ئې نۀ ؤژنم سوزېږم

لوگے کېږم، ايرے کېږم

لکه شمع بدنصيبه

لا به سوزم، لا به مرمه

لا به ځان تالا کومه

لا به تور درياب له ځمه

بس دے بس کۀ لېونيه

دا د ولې ولې باب

جام که ډک سترگې که پټې

ټنگوه دې خوږ رباب

ورنزدې شه ورنزدې شه

چې د يار شونډې شکرې

رو په مينه مينه وکړی

دوه خوږې خوږې خبرې

تورې سترگې ئې بليږی

لکه شمعې د معراج

دغه سرو شونډو کښې اور دے

اور دے هم داور علاج

په سرو گوتو کښې جنت دے

کۀ دوزخ دے که بقا ده

وئی سوزه سوزه،خانده خانده

ژاړه ژاړه، دا دنيا ده