نظم

اور کښې

Ghani Khan

ډول د لرې خوږ وی د هندکيانو دا متل دے

هره فلسفه د لرې ښۀ اؤ پوره ښکاری

زړۀ د بنده نۀ دے عجيبه بې چله چل دے

ډوبه په ارمان کښې چواړۍ هم حوره ښکاری

عقل له دهوکه ورکوی حسن کۀ دلدار دے

ځان نه تښتېدل دی عبادت دے کۀ خمار دے

دا مسته رڼا، دا مينه، حورې، اؤ ماښام

څۀ رنگين سراب دے، د ليدلو پوهېدلو

دا چې ورته گورې بل څۀ نۀ وينې نۀ گورې

دا عجيبه دام چا دے جوړ کړے د ليدلو

دا يوه قيصه ده د ډک جام د توئېدلو

دغه فلسفه ده د درياب د بهېدلو

رحم نۀ انصاف دے يو تدبير دے د دوام

هر څوک ئې پکار دے که خېټو دے کۀ خيام

شرنگ وی د نزدې نه اؤ ډولکے د لرې لرې

دواړه غږ ئی يوشانې اؤ يو رنگې خبرې

ډک د ظلمه زوره د طاقته د باز پرې

جوړې د مهين اؤ رنگين بوئی د گل وزرې

کومه لار چې اخلې خو بس يو ئې دے مقام

دلته زر جوماته دی بس يو ئې دې امام

ځکه لېونے دے، مرور شی کله کله

بل خوا ته ورتاؤ کړی دا دهوش ټټقه شله

پريوځی په پړاو کړی بتخانه کښې ډيوه بله

خپې سپينې پولۍ تغمې تاقتی د منزله

تاته اور سرور دے يو، ما ولې وژنې اور کښې

اے د سپين اؤ تور مالکه څۀ مزه ده تور کښې

ولې زما لال وی پروت په خولې کښې د ښامار

ولې دې گلاب له نۀ وربل او نۀ بهار

ولې دې بندی که څاڅکے تن کښې د ډنډوکی

غواړې ترې چپې د سيند سازونه د ابشار

ماله مرگ اؤ ژوند دے تا له تش د څڼې ول دے

اور کښې دې بل کړے ولې حسن الوول دے

اور ته دې نيولے يم فولاد جوړئی زما نه

ښه! چې زۀ فولاد شمه نو څۀ زما جانانه

جسو له، فولادو له، جوهرو له، کمال له

بس خاورې کيده دی، روکيدۀ دی د دنيا نه

ولې دې ورانولو له جوړ کړے سور محل دے؟

اور کښې دې بل کړې ولې حسن الوول دے؟