غزل

ورځ مې شوه په انتظار شپه به سواد

Malang Jan

ورځ کې هغه ژړوي مې شپه کي دا

لږ خو وخت د کرارۍ زما معلوم کړه

دا خو نه کیږې چې تل تر تل ژړا

ستا په خو ښه که زړیږم باري خیر دي

مګر نه درقیبانو په سلا

ستا په ورکې چې غماز تور مخ ښکاره شي

لکه څوک چی په مسجد ویني تر سا

ستا په سرباندي ما کور وکلي پریښود

د مجنون په شانې ګر ځم په صحرا

ستا په سرباندي ما ټول اقربا پریښول

یه کم بخته ما وره ته د اقربا

یاره زما ملنګ جان ستا میني احتیاج کړم

ګڼه ما کله احتیاج کاوه د چا