نظم

په مردان مارچ د باچا خان

Ghani Khan

راشه اے خوشحال بابا

اے خالده وگوره

پاسه علی مرتضی

دا تماشه وگوره

جنگ له دے منصور روان

توپ اؤ نۀ تفنگ لری

نۀ د تورو پړق لری

نۀ د زغرو شرنگ لری

زور د دشمن نۀ وينی

داسې لېونے روان

دار او رسن نۀ وينی

دا د مستانه ؤ خان

دا د پښتنو ملنگ

څۀ بادشاهی رنگ لری

سپين مخ د لېلی وينی

دشت بيابان نۀ وينی

زړۀ ئې د يو ارمانه ډک

غم او ارمان نۀ وينی

سرې د باتور سترگې ئې

مينه رنگا رنگ لری

جنگ له دے منصور روان

توپ او نۀ تفنگ لری

تاج ئې د ازغو په سر

مست لکه مجنون روان

نوم د پښتنو گټی

زوې دے د پښتون روان

نر، دا د نرانو خان

څه غېرت او ننگ لری

جنگ له دے منصور روان

توپ او نۀ تفنگ لری

سر ئې کېښود خاؤرو کښې

مرگ له ئې سينه ورکړله

د پښتنو د سر صدقه ئې

خپله وينه ورکړله

وې هرڅه مې د قام دی

والله هر څه چې ملنگ لری

جنگ له دے منصور روان

توپ او نۀ تفنگ لری

اے د پښتنو بچو

دا مېدان مو هېر نۀ شی

سپين سر ئې د وينو ډک

هغه خان مو هېر نۀ شی

پروت دے دلته خاورو کښې

دا مکان مو هېر نۀ شی

پاسی ننگ پرې وکړئ

خداې گو ډېر په تاسو ننگ لری

جنگ له دے منصور روان

توپ او نۀ تفنگ لری

نۀ د تورو پړق لری

نۀ د زغرو شرنگ لری