نظم

پهلوان

Ghani Khan

دا ولې خفه ناست ئې، يو اړخ ته د مېدانه

راودانگه مېدان ته پتون ووه پهلوانه

خلاصے دې نۀ په چل، نۀ په حکمت، نۀ په دهوکه شته

يا سل ځله که تۀ يار لېونې جوړ کړې د ځانه

يا ځان ورته شيخڼو کړې د اسلام شاته شې غلې

د ږيرې شپول ببر کړې، ځان پرې پټ کړې د جهانه

خو دا خو مې لږ پوئې کړه زما ښکلے نوجوانه

کوم شپول دې دپټی د سړی ځان د خپله ځانه

او دا بانې اول هم تا دې کړې څوڅو واره

بابر چې راروان شو تاله جنگ له د تاتاره

تا وې دچنگيز زوی ته زما روره مسلمانه

هغه درته مسکې شو، وې زمونږه دا رواج دې

چې يوځل ئې بری شی نو رور خره بيائی د روره

د زور قانون کښې رور نشته يو يار شته يوکمتره

کتاب د مُلا گران دے دخپل ژوند کتاب دې گوره

باچائی ښکار د قامونو دې دا زور او توره غواړی

مستی دغازی غواړی د جمدون نشته سر توره

د باز او دکمترې رورولی ده چا ليدلې؟

ځه روک شه ځان له رور چرته دځان هسې وگوره ـ

نو اے د زمرو زويه! تا گيدړ جوړ که د ځانه

خانی د صدو لاړه، چې تۀ لاړې د مېدانه

يو بل اوږے تاتار وۀ د ډاکوانو مير لښکر وۀ

جامه کښې د اسلام شو د غزنی نه راروانه

زما د شنو سيندونو، سرو گلونو ملک ئې وران کړو

بدل کښې ئې قيصې د گلو راکړې د ايرانه

څۀ کفر څۀ انکار شو يو رنگ بل ئې تصوير شو

چې چل اؤ حرص يو شی صحرا جوړ کړی د بوستانه

زما د لوړ جمدون نخښې ئې خاؤرې کړې ايرې کړې

په نوم د بُت شکن ئې غټ بُت جوړ کړو دخپل ځانه

نامه ئې راله روکه او تاريخ ئې سپينې پاڼې

ښارونه مې ډيرۍ کړی اؤ د نيکه حجره مې ورانه

تش لاس اؤ ښپې مې څۀ چې زړۀ اؤ سر مې غلامان شو

زۀ خاؤرو کښې بربنډ، هغه په تخت راته خندانه

رحم نۀ انصاف وۀ، سړيتوب، نۀ شرافت وۀ

تورې جلاتيان د پښتون وينه وه ارزانه

ښکلې هلکان که جينکۍ کۀ دولتونه وو

نوم حيا غرور هر څۀ ئې لوټ يوړله تانه

او تۀ مړاوې غوږونه بگيليه غلے ناست وے

تف شه ستا په ژوند مرگې ډېر ښۀ وۀ د دې سا نه

هېر دې هغه وخت وۀ چې به ډول د پښتون ډنگ وکۀ

بوس به شو غوږونه تر بنگاله ترايرانه

زور هسې پېغور شی چې همت ور سره مل نۀ شی

روک هغه مشال شه چې تيارۀ شی او دې بل نۀ شی

نو ځکه درته وايم زما نره ښکلی ځوانه

راودانگه مېدان ته پتون ووه پهلوانه

دا منم گران پښتو اور دے

رشتيا د وسپنې نينې چيچل دی

خو ستا غاښونه د فولادو دی

پټ دې په سترگو کښې د باز کتل دی

گل او ساقی اوجام کتل غواړی

لېلی په بام ده مشالونه بل دی

حُسينه څۀ شوې کربلا جوړه شوه

عشق وه قلا اوس ترې بلا جوړه شوه

يار په وربل کښې سرۀ گلونه کېښول

جمدون صحرا شو او لېلی جوړه شوه

مرگ او وصال په يوه خوله خاندی

داسې بې درېغه جواری جوړه شوه

چا لېونی ته لار د کور د جانانه

چا له ژړا چا له زاری جوړه شوه

خو په هېڅ چل دې خلاصېدۀ ترې نشته

دا د اخون لنگرۍ به تۀ اړوې

يا به دا سر په دې تلی کښې ږدې

يا ښۀ اوار به د اوښ پل جوړوے

هر قدم نن شو کربلا کربلا

دا ځلې گرانه ډېره گرانه ده

خو دخولې په ياد تش د لېلی لېلی

چا کوکۍ مونتې د لېلی نه ده

باغ کښې گلونو کښې لېلی نيشته

لېلی خو جوړه د صحرا نه ده

نېغه شمله خو به هر څوک پرېږدی

نېغه ساتل ئې ډېره گرانه ده

د سر په بيعه د ژوند نوم اخستل

گرانه ده، گرانه، ډېره گرانه ده

دا ځکه درته وايمه زما نيازبينه ځوانه

راودانگه مېدان ته پتون ووه پهلوانه

ته سترگې که د باز، نو شنۀ وزر، پنجې به راشی

راويښ شه لږ ببر شه ستا خانی ده راروانه

تقدير راوستې تۀ د مرگ او ژوند داسې گودر ته

چې يا به سړے کيږې يا روکيږې ددنيا نه

کبډی شوه دننگ سره ازمری پکښې تاويږی

لېلی په بام مسکۍ ده ډېرې طمعې دی له تانه

راپاڅه سور مشال شه تياره لر کړه د دُنيا نه

راودانگه مېدان ته پتون ووه پهلوانه