نظم
پټ جانان
Ghani Khanهغه جانان چې کُل جهان ترې قربان
چې هر جنت، حورې، غلمان ترې قربان
د هغې نوم چا ته وئيلی نۀ شم
دا وريت زړگی پرې ظاهرولی نۀ شم
شرم، دستور، رواج، اسلام او پښتو
ټول ستا د شونډو مې ځار کړی دی
نوم دې په ژبه اغشتل کفر دی
دې کفر هر ځۀ ايسار کړی دئ
کۀ تا دُنيا ته ووې خوښه دې ده
زۀ خو به خپل فرض ادا کړمه
دا چې په ژوند پټه لېلی وې زما
په مرگ به هم پټه لېلی کړمه