نظم
پېژند گلو
Ghani Khanهوښيار هغه وی چې ځان کښې خرتوب وينی
خر هغه وی چې خپل ځان گڼی هوښيار
عاشق هغه وی چې طمع دڅۀ نۀ که
په شرنگار په مخه ځی لکه ابشار
غوث هغه وی چې له ځانه خبر نه وی
خو خبر وی د ژړا د غريب خوار
چې د قام د پاره دانگی اول اور ته
دهغه منم برېتونه کونډه دار
غنی هغه دے چې سر ئې دے بې سره
کله خر، کله نقلی، کله هوښيار